کابل، د وږي ۹مه، باختر
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ملا هدایت الله بدري او مل پلاوي ترکمنستان ته د خپل سفر په ترڅ کې، د دغه هېواد د کابینې له مرستیال، د بهرنیو چارو، نفتو او ګازو او د صنعت او ښار جوړولو له وزيرانو او همدا رنګه د ټاپي پروژې او د اوسپنې پټلۍ له رئیسانو سره په جلا ډول کتلي دي.
په هغې خبرپاڼه کې چې نن د کانونو او پټرولیم وزارت خپره کړې، راغلي چې ملا بدري د ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیر سره په کتنه کې د ټاپي، ټاپ، رېل پټلۍ، نوري فایبر، نفت او ګازو او سوداګریزې راکړې ورکړې په اړه خبرې کړې دي.
هغه، دغه راز د نفت او ګازو له وزیر او د ټاپي پروژې له رئیس سره په کتنه کې د ټاپي پروژې سربېره د نفت او ګازو په اړه بحث کړی او د یاد هېواد د صنعت او ښار جوړولو وزیر د افغانستان اوسپنې کانونو په برخه کې خپله لېوالتیا څرګنده کړې ده.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د اوسپنې کانونو په برخه د پانګونې په موخه د هغه د لېوالتیا ستاینه کړې او د هر راز همکاریو ډاډ يې ورکړی دی.
بدري د ترکمنستان اوسپنې پټلۍ له رئیس سره په کتنه کې د اوسپنې پټلۍ پر ارزښت خبرې کړې او ټينګار يې کړی چې د اوسپنې پټلۍ دې هرات او مزار ښارونو ته هم وغځول شي.
31 1 دقیقه لوستل