سیاستخبرونهاقتصادTOP

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د بلخاب ولسوالۍ له مشرانو سره وکتل

کابل، د لېندۍ ۲۰مه، باختر
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د سرپل د بلخاب ولسوالۍ له مشرانو او پخواني وکیل سید حسن شریفي بلخابي سره وکتل.
د کانونو او پټرولیم وزارت نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په دې کتنه کې د بلخاب ولسوالۍ مشرانو، د بلخاب ډبرو سکرو کانونو په اړه یولړ غوښتنې او ستونزې شریکې کړې او د حل غوښتنه یې کړې ده.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست هم، د هغوی ستونزې او غوښتنې اورېدلې او د هواري په برخه کې یې د لازمو همکاریو ژمنه کړې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته