خبرونهاقتصادTOP

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست: اوسمهال د کانونو برخه کې ۱۵۰زره کسان په کار بوخت دي

کابل، د مرغومي ۲۸مه، باختر

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د افغانستان اسلامي امارت له ویاند ذبیح الله مجاهد سره په کتنه کې، د دغه وزارت د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه خبرې کړې دي.

باختر آژانس ته د کانونو او پټرولیم وزارت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست، په قراردادونو کې رونټیا، د قاچاق او غیرقانوني استخراج مخنیوی او د هېواد د کاني زېرمو ښه مدیریت؛ د دغه وزارت له لومړیتوبونه څخه بللي دي.

شیخ الحدیث دلاور، د ۴۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت په کندهار او هرات کې د سمنټو د درېیو سترو پروژو تړونونو د لاسلیک ترڅنګ؛ د اوسپنې د پنځو سترو پروژو چې له کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره یې تړونونه لاسلیک شوي دي؛ د کانونو او پټرولیم وزارت مهمې لاسته راوړنې یادې کړې دي.

هغه، دغه راز د پنجشېر د زمردو کانونو او آمو سیند نفتي حوزې د استخراج په اړه خبرې کړي او ویلي یې دي: «تر اوسه پورې په پنجشېر کې د۴۵۰ کانونو د کیندنې جوازونه ورکړل شوي چې د دغه ولایت ۱۰ زره کسانو ته پکې د کار زمینه برابره شوې ده.

د هغه د معلوماتو له مخې؛ په آمو سیند نفتي حوزه کې ۱۸ څاه ګانې فعالې دي، چې د نفتو ورځنی استخراج یې ۱۱۰۰ ټنه دی او همد راز په نږدې راتلونکي کې به د هرات نفتي حوزه چې ۲۳ کیلو متره مربع مساحت لري؛ په لسو بلاکونو کې په قرارداد ورکړل شي.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د کانونو په برخه کې د کارموندنې په اړه ویلي دي: «تر اوسه پورې د کانونو په برخه کې ۱۵۰زره کسان په مستقیم او غیر مستقیم ډول په کار بوخت دي او په راتلونکي کې به د لا ډېرو قراردادونو په ورکړې سره دغه شمېر لا ډېر شي».

په همدې حال کې، د افغانستان اسلامي امارت ویاند د کانونو او پټرولیم وزارت فعالیتونه او لاسته راوړنې ستایلي او د کانونو او پټرولیم وزارت یې له هغو مهمو وزارتو نو څخه یاد کړی، چې د هېواد په اقتصادي وده او کاري زمینې برابرولو په برخه کې مهم رول لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته