د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست، په هېواد کې د معیاري کارخونو پر جوړولو ټینګار وکړ

کابل، د مرغومي ۲مه، باختر

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د نفتو پروسس د اتو کارخونو له مسئولینو سره وکتل.

د کانونو او پټرولیم وزارت نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په دې کتنه کې د یادو کارخونو مسئولینو د نفتو پروسس، تصفیې او ظرفیت او د کارخونو د پراختیا په اړه معلومات ورکړي او د نفتو کارخونو له مسئولینو سره یې د کانونو او پټرولیم وزارت د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست هم، د نفتو پروسس د فعالیتونو د پراختیا په برخه کې د هغوی د خبرو او غوښتنو په اورېدو سره؛ په هېواد کې د معیاري کارخونو پر جوړولو ټینګار کړی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته