خبرونهاقتصادTOP

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست، د شمال ډبرو سکرو د رویالیټي د پورونو او ځمکې د کرایې پر ورکولو ټینګار وکړ

کابل، د مرغومي ۱۸مه، باختر

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د ملي پراختیا شرکت له عمومي رئیس عبدالرحمن عطاش سره وکتل.

د کانونو او پټرولیم وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې کتنه کې، د ملي پراختیا شرکت عمومي رئیس د بلخاب کان د ډبرو سکرو د استخراج، انتقال، امکانات او کارونو په اړه معلومات وړاندې کړي او د وزارت له مشرتابه سره یې خپل نظریات او غوښتنې شریکې کړې دي.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست، د یاد شرکت د رئیس د نظریاتو او غوښتنو له اورېدو وروسته، د شمال ډبرو سکرو د رویالیټي د پورونو او ځمکې د کرایې پر ورکولو ټینګار کړی دی.

د کتنې په پای کې، د ملي پراختیا شرکت رئیس ډاډ ورکړی چې د کانونو او پټرولیم وزارت د پورونو د ورکړې او د عوایدو لوړولو په برخه کې به همکاري وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته