د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست، د تخار کانونو د کیندنې پر روڼتیا ټینګار وکړ

کابل، د مرغومي ۲۵مه، باختر

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د تخار ولایت د کانونو له رئیس سره وکتل.

د کانونو او پټرولیم وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې ‏په دې کتنه کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د یاد ولایت د پروژو د اهمیت، د سرو زرو کانونو د زر شويي، ډبرو سکرو، مالګې او د سمتي سرو زرو کان په اړه خبرې کړې او د تخار کانونو د کیندنې په برخه کې يې پر روڼتیا ټینګار کړی دی.

‏د تخار ولایت د کانونو رئیس هم، د خپلو کارونو او فعالیتونو راپور وړاندې کړی او د ياد رياست غوښتنې او ستونزې شریکې کړې دي.

د کتنې په پای کې، د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست، د یاد ریاست چارو د چټکتیا او ستونزو د هواري په موخه لازمې لارښوونې کړې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته