خبرونهاقتصادTOP

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست، د افچین شرکت د رئیس کاري راپور واورېد

کابل، د مرغومي ۱۷مه، باختر

د «افچین» شرکت رئیس ښاغلي شي، د دغه شرکت کاري راپور د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور ته وړاندې کړ.

د کانونو او پټرولیم وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې کتنه کې، د نفتو د تصفیې د معیاري کارخونې او زېرمو د جوړولو، د تېرکال حسابونو، د راتلونکي کال لپاره د پلان جوړولو او د نویو څاګانو د کیندنې په اړه خبرې شوې دي.

د «افچین» شرکت رئیس، د دغه شرکت د وروستیو فعالیتونو او پرمختګونو په اړه کاري راپور د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ته وړاندې کړی دی.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست، د یاد شرکت د رئیس د کاري راپور له اورېدو وروسته، د چارو د ښه والي په موخه هغه ته لازمې لارښونې کړې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته