کابل /دلړم ٢٣مه/ باختر
د کانونو او پټرولیم وزارت د وضعیت ارزولو په موخه د غونډو په لړ کې تېر ماښام د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهورريیس محمداشرف غني په مشرۍ په دې وزارت کې د بنیادي تغییراتو او د هېواد د عوایدو پر مهمې سرچینې د بدلېدو په خاطر، غونډه جوړه شوه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې غونډه کې چې په ارګ کې وشوه، په کانونو او پټرولیم وزارت کې د اصلاحاتو د سترې برنامې د تطبیق په اړه چې د دغه وزارت د لار نقشې په چوکاټ د جمهورريیس د لارښوونې پر بنسټ جوړه شوې وه، ټینګار وشو.
همدارنګه د کانونو او پترولیم وزارت پر تشکیلاتو بحث وشو او څرګنده شوه چې موږ باید د کانونو په برخه کې متخصصین ولرو، د دغه وزارت د کارکوونکو تخنیکي وړتیا او علمي پوهه دې لوړه شي، د وزارت د عایداتو پلان دې ترتیب او هېواد د کانونو په ځانګړي ډول د مرمرو او رخام، تیلو او ګازو، قیمتي ډبرو، مسو، کرومایتو او نورو کانونو پر استخراج لازیات تمرکز وشي.
جمهورريیس غني وویل: موږ باید د هېواد د هر کان د استخراج، تولید او عوایدو زیاتولو ته مشخصه طرحه ولرو او باید د کانونو انکشاف د هېواد د اقتصادي ودې لپاره زموږ اصلي لیدلوری واوسي.
هغه زیاته کړه: تفحصاتو ته دې پاملرنه وشي، ظرفیتونه دې زیات شي چې د کانونو د معیاري استخراج په برخه کې موثر پایلې ترلاسه شي.
جمهورريیس غني وویل: باید د کانونو د غیرقانوني استخراج مخنیوی وشي او د تیلو او ګازو د وارداتو او صادراتو بېلانس دې ترتیب شي چې د تیلو او ګازو او د تولید په برخه کې د ځان بسیاینې پر لور ګام واخلو.
جمهورريیس په قراردادونو کې پر واضح ارزونې ټینګار وکړ او ويې ویل، کانونه باید د ملي یووالي وسیله شي او په هر اقتصادي زون کې به پر کانونو پانګونه وکړو.
د هېواد جمهورريیس وویل: موږ برنامه محوره کانونو او پترولیم وزارت غواړو، د امریکا د جیولوجي سروې لپاره دې اقتصادي پلان جوړ او باید د منابعو د مدیریت په موخه اساسي تهداب ایجاد شي.# پاى- ع