سیاستخبرونهاقتصادTOP

د کانونو او پټرولیم وزارت، تېر کال څه باندې ۱۰ میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي دي

کابل، د وږي ۳۱مه، باختر

د امارتي ادارو د يو کلنو لاسته راوړنو تشرېح پروګرام په دوام، د کانونو او پټرولیم وزارت مسئولينو نن د دغه وزارت د تېر یوه کال مهم فعالیتونه، لاسته راوړنې او راتلونکي پلانونه له رسنیو سره شریک کړل.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په همدې مناسبت د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې جوړه شوې غونډه کې، د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري معین مولوي حسام الدین صابري په خپلو خبرو کې، افغانستان د خزانو مرکز او کانونونه د افغانانو ملي شتمني وبلله او ویې ویل چې اسلامي امارت د هېواد د شتمنیو د ساتلو او مؤثرې استفادې  په لاره کې په ډېر دقت کار کوي؛ ترڅو د کانونو په سکتور کې لا شفافیت رامنځته شي او عواید یې د اقتصادي پرمختګ او د خلکو د هوساینې په خاطر د ملي او بنسټیزو پروژو په تطبیق کې ولګول شي.

دغه راز د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان، د دغه وزارت د مهمو فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې دغه وزارت په ۱۴۰۲ مالي کال کې، ۱۰ میلیارده ۴۷۹ میلیونه ۹۲۹ زره ۵۶۸ افغانۍ او دغه راز د روان ۱۴۰۳ مالي کال په لومړیو پنځو میاشتو کې څه باندې څلور میلیارده ۴۰۹ میلیونه ۵۲۰ زره افغانۍ عواید راټول کړي دي.

افغان زیاته کړه چې په همدې موده کې د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې د بېلابېلو منرالونو ۶۴۷ کاني ظواهر او ساحې سروې شوې دي، چې په فعالېدو سره به یې زرګونو کسانو ته کاري فرصتونه رامنځته او د اسلامي امارت په عوایدو کې د پام وړ زیاتوالی راشي.

د افغان په وینا، د کانونو او پټرولیم وزارت اوسمهال د شاوخوا ۱۰ میلیارده افغانیو په ارزښت د کوچنيو کانونو ۱۶۷ فعال قراردادونه لري، چې له مخې یې زرګونه کسانو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې ده.

همایون افغان څرګنده کړه چې د تېر کال په بهیر کې له کورنیو پانګه والو سره د ۸۰ کوچنیو کانونو قراردادونه لاسلیک او د بېلابېلو منرالونو د پروسس ۵۲ جوازونه هم شرکتونو ته ورکړل شوي دي.

د کانونو او پټرولیم وزارت د ویاند د څرګندونو له مخې؛ تر اوسه پورې د پنجشېر په بېلابېلو سیمو کې د زمرودو شاوخوا  ۱۷۰۰ کانونه تثبیت شوي او تېر کال د څه باندې ۵.۵ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت، ۷۸ زره قیراطه زمرد د داوطلبۍ له لارې پر کورنیو او بهرنیو پانګه والو پلورل شوي، چې ۱۰ سلنه یې د اسلامي امارت ونډه او ۹۰ سلنه یې د کان کېندونکو دي.

همدا رنګه، د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري په بدخشان، کندز، تخار او کونړ کې د زر شويي ۵۵۹ ساحې سروې او سکېچ شوي او حرفوي اجازه نامې صادرې شوې دي چې په پایله کې په عوایدو کې زیاتوالی راغلی او شاوخوا ۲۰ زره کسانو ته په مستقیم او زرګونو نورو کسانو ته په غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې ده.

د کانونو او پټرولیم وزارت د مسئولینو د معلوماتو له مخې؛ اوسمهال په قشقري، انګوټ او آق دریا سیمو کې د نفتو له ۲۱ فعالو څاګانو څخه د استخراج چارې روانې دي او په ورځني ډول شاوخوا ۱۳۰۰ ټنه خام نفت استخراج او پروسس کېږي.

هېره دې نه وي چې د کانونو سروې او د پانګونې لپاره د نویو پروژو چمتو کول، پر کانونو پانګونې ته د کورنیو او بهرنیو پانګه والو هڅول او د هېواد په دننه کې د کاني مواد د پروسس هڅول او په دې برخه کې د لازمو آسانتیاوو برابرول؛ د کانونو او پټرولیم وزارت د روان (۱۴۰۳) مالي کال مهم پلانونه دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته