کابل باختر دوږي دمياشتې ٢٧ نيټه :
د کانونو او پټروليم وزارت ٢٥ تنو انجينرانو په ترکيه کې د کانونو په برخه کې تخنيکي او مسلکي زده کړې وکړې.
د کانونو او پټروليم وزارت وياند د باختر آژانس له خبريال سره په مرکه کې وويل چې دغو انجنيرانو د کانونو په برخوکې چې د کانونو اساسات، برمه کارۍ، د کانونو راسپړل، د زيرمې تثبيتول او په خلاصو کانونوکې اقتصادي محاسبه، د توليد پلان او په خلاصو کانونوکې د سړک د طراحۍ په برخوکې د يوې مياشتې لپاره مسلکي او تخنيکي زده کړې کړې دي .
د کانونو او پټروليم وزارت وياند زياته کړه چې افغان انجنيرانو په ترکيې کې د سرو زرو او د ډبرو سکرو د کانونو د را ايستلو لارې چارې هم ليدلې دي.
پاى ج ذ
0 1 دقیقه لوستل