د (کانديداتورى حق او په انتخاباتي مبارزوکې د کانديدانو د تجربو د تعميمولو) په نامه کارګاه جوړه شوه

کابل  باختر د تلي لومړي :
د ښځو چارو وزارت نن د کانديداتورى د حق او په انتخاباتي مبارزوکې د کانديدانو د تجربو دتعميمولو په نامه کارګاه جوړه کړه .
د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې:
د ښځو د چارو وزيرې دلبر نظري په بېلابېلو سياسي، اقتصادي او ټولنيزو  برخوکې د ښځو د رول په باب خبرې وکړې او ويې ويل چې په دې کارګاه کې  د انتخاباتو د بېلابېلو اړخونو، د خلکو د استازو په انتخاباتوکې د رايې له لارې د ښځو د رول او يو شمېر نورو مسئلو په باب خبرې کيږي.
دې وويل چې د ښځو چارو وزارت په هېوادکې د ښځو د حقوقو مدافع او ملاتړ کوونکى دى. له نيکه مرغه په تېره يوه نيمه لسيزه کې د نړيوالې ټولنې او د دوستو هېوادونو په ملاتړ د پخوا په پرتله د ښځو د مشارکت او ګډون کچه زياته شوې ده.
د جګړې او نا امنيو دوام، د مالي سرچينو نشتوالى، د سياسي او کاري امنيت نشتوالى، بې سوادي او د سياسي علومو په برخه کې د ښځو  د تخصص نشتوالى، ټولنيز خنډونه، د ښځو په ځواکمن کولو نه باور او د سياسي ګوندونو غيابت  د هغو خنډونو او چلنجونو له جملې څخه دي چې په سياست او قدرت کې د ښځو د مشارکت او ګډون مخه نيسي .
له انتخاباتو څخه د اروپا اتحاديې څارونکي لويس کستيلر په دې غونډه کې وويل: زموږ بنسټ له هغو مرکزونو سره همکار دى چې د انتخاباتو په برخه کې فعال دي چې په ځانګړو لارو چارو سره دجعل او تزوير پرخلاف مبارزه ترسره شي . 
د دغې کارکاه برخه والو په بېلابېلو سياسي، ټولنيزو، اقتصادي او فرهنګي  ملي بهيرونوکې د ښځو د رول په باب هر اړخيزې خبرې وکړې .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته