نړۍ

د کامرون په شمال کې په دووځانمرګو بريدونوکې د شپږو تنو ملکي وګړو وژل کيدل

   کابل باختر دچنګاښ دمياشتې  ١:
خبري منابعو نن سهار خبر ورکړ چې د کامرون په شمال کې په دووځانمرګو بريدونوکې شپږ تنه ملکي وګړي ووژل شول.
له کامرون څخه د فرانسې د خبري آژانس د خبرله مخې:
دوو تنو ځانمرګو يرغلګرو د کامرون په شمال کولوواتا ښارکې خپل ځانمرګي واسکټونه وچوول.
د دغه خبرله مخې: د کولوواتا سيمه له زياتې مودې را په دې خوا د بوکو حرام د تروريستي ډلې د تروريستي بريدونو ډګر دى.
بوکوحرام د نايجريا په شمال او دغه راز په کامرون او چادکې خپل  فعاليتونه تر       سره کوي .
دغه ډله په ٢٠٠٢ ميلادي  کال کې جوړه شوه چې د القاعدې له ډلې سره يې زياتې اړيکې لرلې.
بوکوحرام له ٢٠٠٩ ميلادي څخه خپل تروريستي فعاليتونه د نايجريا په شمال    په دغه هېوادکې د خلافت د راوستو په مقصد پيل  کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته