خبرونهاقتصادټولنهTOP

د کار او ټولنیزو چارو وزارت له یتميانو څخه د ملاتړ او حرفوي زده کړو په موخه له یو شمېر موسسو سره د څه باندې ۱۸ میلیونه ډالرو په ارزښت هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

کابل، د مرغومې ۱۷مه، باختر

د کار او ټولنیزو چارو وزارت نن د فني او حرفوي زده کړو او له یتیمانو څخه د ملاتړ په موخه له یوشمېر کورنیو موسسو سره د څه باندې ۱۸ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.

د یاد وزارت مالي‌ او اداري‌ مرستیال مولوي دين محمد حقبین د یادو هوکړه لیکونو د لاسلیکولو پر مهال وویل چې همکارې مؤسسې دې د بشري ټولنې د خدمت په موخه ورسپارل شوي مسؤليتونه په ښه ډول ادا او په ځانګړې توګه دې جګړه ځپلیو ولایتونو ته پاملرنه وکړي.

نوموړي ډاډ ورکړ، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت له دوی سره هر ډول همکاریو ته چمتو دی.

په ورته وخت کې بريالي عمرزي د یادو موسسو په استازیتوب یې خبرې کولې ژمنه وکړه، چې اړمنو خلکو ته د غوره چوپړتیاوو وړاندې کولو هڅې به وکړي.

د دغه هوکړه لیکونو له مخې به ۹ کورنۍ موسسې په کابل، کندهار، پنجشېر، کونړ، پکتیکا، بامیان، خوست او لوګر ولایتونو کې د فني او حرفوي زده کړو او له یتیمانو څخه د ملاتړ په برخو کې ۱۸ میلیونه ۱۳زره ۵۸۳ ډالر لګوي.

هېره دې نه وي، چې په دغه لړۍ کې به ۷زره ۵۷۵ کسان له یادو مرستو څخه برخمن شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته