د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست کابل کې د روسیې له سفیر سره په بېلا بېلو موضوعاتو خبرې کړې دي

کابل، د سلواغې ۳مه، باختر
د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست ملا عبدالمنان عمري په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د فدراتیفې روسیې له سفیر دیمتري ژیرنوف او د هغه هېواد د اقتصادي او سوداګریز سلاکار نیکولای ساژنوف په مشرۍ له راغلي پلاوي سره وکتل.
د دغه وزارت ویاند باختر اطلاعاتي اژانس ته د یوې خبرپاڼې په استولو سره ویلي چې عمري په دغه کتنه کې یاد پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ زیاته کړې، چې د افغانستان اسلامي امارت د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د متقابل درناوي او ملي ګټو په پام کې نیولو سره د نېک تعامل غوښتونکی دی او له نېکه مرغه همدې اصل ته په کتو توانیدلی، چې د سیاسي اړیکو د ټینګښت سربېره؛ په اقتصادي او سوداګریزو برخو کې هم له ګڼو هېوادونو سره ښې اړیکې ورغوي.
نوموړي همدارنګه ویلي چې په افغانستان کې د بشپړ امنیت په ټینګښت سره کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته دا فرصت برابر شوی، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر په سیمه کې د فدراتیفې روسیې ارزښت او اهمیت ته په اشارې سره، هیله ښودلې، چې په روسیه کې به افغاني کرنیزو محصولاتو ته مناسب بازار برابر شي او همدارنګه د دواړو هېوادونو ترمنځ په مختلفو برخو کې شته اړیکې لا پراخې او هم دې د یاد هېواد جمهوریتونو ته د افغان کاریګرو د لېږلو په برخه کې دواړه لوري کاري تخنیکي ګروپونه مشخص کړي ترڅو یوې ګډې هوکړې ته ورسېږي.
په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د فدراتیفې روسیې سفیر دیمتري ژیرنوف په دغه کتنه کې ویلي چې د افغانستان او د روسیې ترمنځ د سوداګرۍ په برخه کې ښه پرمختګونه شوي او د سوداګرۍ کچه په لوړېدو ده.
هغه زیاته کړې، چې ژمن دی، چې په دې برخه کې نه یواځې دا، چې روسي پانګوال وهڅوي ترڅو دلته پانګونه وکړي؛ بلکې افغان سوداګرو ته به هم مناسبې اسانتیاوې رامنځته کړي.
نوموړي همداراز د ټرانزیټ په برخه کې د همکارۍ ډاډ څرګند کړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت تر دې وړاندې یو شمېر بهرنیو هېوادونو ته د افغان کاریګرو د لېږد په موخه د ګړندیو هڅو خبر ورکړی وو.