سیاستخبرونهټولنهTOP

د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست په قطر کې د مېشتو افغان کاریګرو د ستونزو د حل په موخه هغه هېواد ته په سفر لاړ

کابل، د غبرګولي ۸مه، باختر

د کار او ټولنیزو چارو وزارت قطر هېواد ته په یوه رسمي سفر د دغه وزارت د سرپرست ملا عبدالمنان عمري د تګ خبر ورکړی دی.

یاد وزارت د يوې خپرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست تېر ماښام د یوه پلاوي په مشرۍ د قطر شاهي دولت په رسمي بلنه هغه هېواد ته په سفر روان شو.

د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې نوموړی به په دې رسمي سفر کې، د قطر د کار له وزیر او ځینو نورو لوړپوړو دولتي چارواکو او مسؤلینو سره وګوري.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په خپرپاڼه کې د دغه سفر موخې په قطر کې د مېشتو افغان کاريګرو ستونزو ته د قانوني لارو چارو لټول او له ټولو مهمه، قطر هېواد ته په قانوني توګه د ماهرو او نيمه ماهرو افغان ګاریګرو د لیږد لړۍ بلل شوې دي.

ټاکل شوې، چې د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست به په دې تړاو د قطر شاهي هېواد له مسؤلو چارواکو سره هراړخيزې خبرې اترې وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته