د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کاري فرصتونو رامنځته کولو په موخه د یوه ملي بحث لپاره د کار ملي کنفرانس جوړوي

کابل، د غوايي ۱۶مه، باختر
د کار او کارګر نړيوالې ورځې( مې لومړۍ) او د کاري خوندیتوب او روغتيا نړيوالې ورځې (د اپريل ۲۸) په تړاو ۳ اړخيزه غونډه نن په پلازمېنه کابل کې تر سره شوه.
د کار او ټولنيزو چارو وزارت معين مولوي محمد زاهد جان آغا په ياده غونډه کې وويل:«فقر او بېکاري يوه نړيواله ستونزه ده، چې افغانستان هم ورڅخه کړېږي او اسلامي امارت دغه ستونزې ته د رسېدو په موخه د کار ملي کنفرانس جوړولو تابيا نيسي، څو د يوه ملي بحث په پايله کې کاري فرصتونه رامنځته کړي.
هغه زياته کړه، چې اسلامي امارت د کارګرو حقوقو ورکړې ته ژمن دی او دوی ته د خوندي کاري چاپېريال رامنځته کولو او کاري زمېنو برابرولو هڅې کوي.
د سرچينې په خبره د کار او ټولنيزو چارو وزارت همدارنګه د کار قانون بيا کتنه ترسره او د کارموندنې ملي پاليسي چمتو کړې ده.
په ورته وخت کې په افغانستان کې د کار نړيوال سازمان رئيس ډاکټر رامين بهزاد په دغه غونډه کې وويل په دې اړه کار کوي، چې څنګه کولای شي په افغانستان کې د کارګرانو لپاره خوندي کاري چاپيريال رامنځته او کاري فرصتونه ډېر شي.
بهزاد زياته کړه، چې د خوندي کاري چاپيريال د نشتون له کبله هر کال په نړيواله کچه زرګونه کارګر خپل ژوند له لاسه ورکوي.
نوموړي همدارنګه وويل چې دمګړۍ په افغانستان کې هم ګڼ شمېر کارګران د دندو له لاسه ورکولو او خوندي کاري چاپېريال د نشتون له کبله له ننګوونو سره مخ دي.
هغه همدارنګه د کارګرو حقونو د وړکړې او کاري زمینو رامنځته کولو په برخه کې د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت هڅې وستایلې.
په همدې حال کې د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې استازي اعتبار شاه شینواري وویل چې دمګړۍ په افغانستان کې ۶ زره تولیدي کارخونې شتون لري، چې ۱.۲ میلیونه کسان پکې په کار بوخت دي.
هغه له اسلامي امارت او اړوندو نړیوالو سازمانونو څخه غوښتنه وکړه، چې د صنعتي سکټور د ځان بسیاینې په موخه ورسره لا ډېره همکاري وکړي.
د یادونې وړ ده، چې په افغانستانن کې د کارګر نړیواله ورځ په داسې حال کې نمانځل کېږي، چې لا هم ګڼ افغان ځوانان د کار موندلو په موخه په غیر قانوني ډول او قاچاقي لارو بهر ملکونو ته د کار په موخه ځي، چې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان او په ځینې مواردو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.