سیاستخبرونهTOPټولنه

د کار او ټولنیزو چارو وزارت تېر کال نږدې ۷۵ زره کسانو ته فني او حرفوي زده کړې ورکړي 

کابل، د وږي ۱۹مه، باختر 

د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشرېح پروګرام په لړ کې نن د کار او ټولنیزو چارو وزارت چارواکو د حکومت د رسنیو په مرکز کې د یوې خبري غونډې پرمهال د خپلو یو کلنو لاسته راوړنو راپور رسنیز کړ.

د یاد وزارت د کار چارو معین مولوي محمد زاهد په یاده غونډه کې وویل چې تېر کال د دغه وزارت له لوري د هېواد په کچه د همکارو موسسو په مرسته ۷۴ زره ۷۳۸ تنو ته فني او حرفوي زده کړې ورکړل شوې دي. 

 زاهد زیاته کړه، چې په یاده موده کې همدارنګه ۱۲۲ زره ۱۳۶ تنو کورنیو او بهرنیو وګړو ته د کار جوازونه وېشل شوي دي.

د نوموړي په وینا د کار او ټولنیزو چارو وزارت تېر کال له ۸۰۲ زره ۲۵۲ تنه د بې وزله کورنیو له غړو سره د ټولنیز خوندیتوب سکټور د غونډو له لارې چې مشري یې یاد وزارت کوي مرستې شوې دي.

هغه همدارنګه وویل چې په یاده موده کې يې د هېواد په کچه د محل کار او محل زیست دولتي وړکتونونو کې ۱۰ زره ۲۹۷ ماشومانو د ښوونې او روزنې زمينه برابره کړې ده.

په ورته وخت کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمیع الله ابراهیمي  وویل چې د تېر یوه کال په موده کې د کارموندنې د ۱۹ خصوصي شرکتونو څارنه شوې او جوازونه یې تمدید شوي دي او د کارموندنې ۲ نورو خصوصي شرکتونو ته نوي جوازونه ورکړل شوي دي. 

هغه همدارنګه وویل چې د فني او حرفوي زده کړو په ډګر کې بوختو ۱۵ موسسو ته د فعالیت جوازونه وېشل شوي او د ۴ نورو د کار جوازونه تمدید شوي دي. 

ابراهيمي زیاته کړه، چې د تېر يوه کال په موده کې ۲ زره ۷۵۱ ماشومان له خپلو کورنيو سره يو ځای کړای شوي دي، په دې کې ډېره برخه هغه ماشومان جوړوي، چې له بهرنيو هېوادونو څخه بېرته رد مرز شوي وو.

نوموړي د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې دغه وزارت په ياده موده کې همدارنګه بهر ته په قانوني ډول د افغان کارګرانو د استولو په موخه ګړندۍ هڅې کړي او په دې برخه کې تر ډېره پرمختګ هم شوی دی.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند له ټولو افغان ځوانانو څخه غوښتنه وکړه، چې په غیر قانوني لارو بهر ته د تګ لپاره زړه ښه نه کړي او هڅه وکړي، چې په هېواد کې ځانته کار پیدا کړي.

په هېواد کې د کارپنځونې او بېکارۍ کچې د راټیټولو، په منظور د کار ملي کنفرانس د ژمنو تعقیبول، بهر ته د افغان کارګرو د قانوني اعزام د هوکړه لیکونو تعقیبول، په هېواد کې د کارموندنې مرکزونو جوړول او مجهز کول او د هېواد پر کچه د کار بازار اړتیاوو ته په کتو ۱۰ زرو مستحقو کسانو ته د فني او حرفوي زده کړو د زمينې برابرول د دغه وزارت راتلونکي مهم پلانونه بلل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته