کابل باختر دثور دمياشتې ١١ :
دکار ګرنړيواله ورځ نن په کابل او دهيواد په ولايتونو کې ونمانځل شوه
ويناوالو په هغو غونډو کې چې دکار ګر د نړيوالې ورځې دنمانحنې په مناسبت جوړې شوې وې دهېواد په دننه کې دکارګرانو دستونزو دبيانولو په ترڅ کې دکارګرانو دژوندانه حالت ته د حکومت دپاملرنې غوښتنه وکړه .
دکارګر دنړيوالې ورځې په درناوي په کابل کې د يو واټ دکارګرپه نامه ونومول شو.
دباخترآ ژانس دخبرله مخې : دهېواد په مرکز او ولايتونو کې دکارګر نړيواله ورځ په داسې حال کې نمانځل کيږي چې پرون په سمنګانو ولايت کې دډبرو سکروپه يوه کان کې شل تنه کارگران له منځه لاړل او په ټول هيواد کې نږدي خلور مليونه تنه وزګاردي.
5 د یوې دقیقې څخه لږ