ورزش

د کاراتې دکيوکيو شين ملي ټيم د سرو زرو او سپينو زرو د ژيړو مډالونه وګټل

کابل- باختر د چنګاښ دمياشتې ٣
دهيواد دکاراتې د کيوکيو شين د ملي ټيم ورزشکاران د آذربايجان په سياليو کې د سرو زرو د يوه مډال د سپينو زرو د يوه مډال او د ژيړو د يوه مډال په ترلاسه کولو سره نن سهار هيوادته راستانه شول .
دباخترآژانس دخبرځاى دخبرله مخې: دغه سيالۍ چې د شلو آسيايي هيوادونو د ورزشکارانو په ګډون د روان ميلادي کال د جون دمياشتې له يوويشتمې نيټې څخه تر دوه ويشتمې نيټې پورې د د آذربايجان په کوربه توب ترسره شوې؛ زموږ د هيواد ورزشکارانو هر يوه احمد شاه افضلي د اتيا کيلو ګرامو په وزن کې د سرو زرو مډال، حجت الله سميع زاده د اويا کيلوګرامو په وزن کې د سپينو زرو مډال او فرامرز افغان د نوي کيلوګرامو په وزن کې د ژيړو يو مډال ترلاسه کړل او له ټيمي پلوه يې دويم مقام وګاټه .
په دې سفرکې له افغانستان څخه پنځو تنو ورزشکارانو يوه ښوونکي او يو حکم او يو هيئت ګډون درلود چې نن سهار هيواد ته راستانه شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته