ټولنه

د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزارت د افغان- هند د فني او حرفوي زده کړو مرکز جوړوي

کابل- باختر دثور دمياشتې ٢٩
دکار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزارت په پام کې لري چې د افغان- هند دفني او حرفوي زده کړو مرکز چې د ځينو مالي او تخنيکي ستونزو له کبله يې په تيرو دريو کلونو کې فعاليت په ټپه ولاړ و، يوځل بيا د هندوستان هيواد په مرسته تر بياروغونې وروسته په فعاليت پيل او هيوادوالو ته د فني او حرفوي زده کړو زمينه برابروي.
په همدې موخه نن دوشنبه د ثور د مياشتې په ٢٩ مه دکار، ټولنيزو چارو، شهيدان او معلولينو وزارت دکاري چارو مرستيال پوهنيار ډاکتر حسام الدين همراه او په افغانستان کې د هندوستان هيواد سفير امر سينها (amar sinha ) په کابل کې د افغان-هند دفني او حرفوي زده کړو دمرکز ستونزې او نيمګرتياوې له نږدې وکتلې چې وروسته دواړو لور و د دغه مرکز د ستونزو د لاښه حل په موخه د افغان-کوريا د فني او حرفوي زده کړو د مرکز له ښوونيز بهير او فعاليت څخه هم ليدنه وکړه.
افغان- هند د فني او حرفوي زده کړو مرکزپه ١٣٨٧کال کې دنړيوال بانک په مالي مرسته او د هندوستان هيواد په تخنيکي همکارۍ جوړ شوى. ددغه مرکز له بېلابېلو مسلکي څانګو څخه په ١٣٨٨ کال کې١٢٠ تنه فارغ شوي هم دي ، خو د يوکال له فعاليت وروسته د ځينو مالي او تخنيکي ستونزو له کبله دغه مرکز په فعاليت کې خنډ رامنځته شو چې له نيکه مرغه يوځل بيا د کار، ټولنيزو چارو ، شهيدانو او معلولينو وزارت په هڅو دغه مرکز د دوست هيواد هندوستان په مرسته رغوي.
د يادونې وړ ده چې دکار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزارت د مهارتونو د پراختيا ملي پروګرام ترڅنګ په ټول هيوادکې د فني او حرفوي زده کړو ٣٩ مرکزونه لري چې تر دا مهاله يې تر دوه سوو زرو زيات هيوادوال د فني او حرفوي زده کړو په برخه کې روزلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته