د کابینې په غونډه کې د نيالګيو کېنولو په اړه د چاپيريال ساتنې ملي ادارې طرحې د څېړلو پرېکړه وشوه

کابل، د سلواغې ۳مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت د کابینې ۱۴مه غونډه د رئیس الوزراء ملا محمدحسن اخند په مشرۍ پرون ترسره شوه او په يو شمېر موضوعاتو بحث او پرېکړې وشوې.
په یاده غونډه کې د اسلامي امارت سياسي کميسيون په مشرۍ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د چارو ادارې لوی رياست او چاپيريال ساتنې ملي ادارې استازو په شمول پلاوي ته دنده وسپارل شوه، چې په هېواد کې د نيالګيو کېنولو په اړه د چاپيريال ساتنې ملي ادارې طرحه وڅيړي او د وروستۍ پرېکړې لپاره دې د کابينې غونډې ته وړاندې کړي.
په غونډه کې همدارنګه د ریاست الوزراء اداري معاونيت ته دنده وسپارل شوه، چې د چارو ادارې لوی رياست او ملي پراختيا شرکت مسؤلين وهڅوي؛ ترڅو د قوشتېپې کانال چارې ګړندۍ او د کارونو د لا ښه والي او پرمختګ په برخه کې اسانتياوې رامنځته کړي.
د کابینې په دغه غونډه کې د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت ته دنده وسپارل شوه، چې د هېواد په داخل او بهر کې د افغاني سوداګرو لپاره اسانتياوې رامنځته کړي او په ټولو هغو ممکنه لارو دې غور وشي، چې د سوداګريزو توکو په صادراتو او وارداتو کې اسانتياوې رامنځته کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته