کابل_باختر د تلې د مياشتې ٨مه:
محمد عمر داوود زي او ډاکتر محمداکرم خپلواک چې په دې وروستیو کې یې د کورنیو چارو او د سرحدونو او قبایلو د وزیرانو په توګه له ولسي جرګې څخه د باور رایې ترلاسه کړې، نن له غرمې مخکې د افغانستان د جمهوررئیس حامد کرزي پر وړاندې د لوړې مراسم پرځای کړل.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
په دغو مراسموکې په داسې حال کې چې د جمهوري ریاست مرستیالانو او د کابینې غړو هم حضوردرلود، د کورنیو چارو او د سرحدونو او قبایلو نویو وزیرانو لوړه وکړه چې خپلې دندې د اسلام د مقدس دین د احکامو له مخې، د اساسي قانون او د هېواد د نورو قوانینو په رعایت او د هېواد د اتباعو د حقوقو په ساتنې سره ترسره کوي، د هېواد له استقلال، ځمکنۍ بشپړتیا او د خپلو خلکو له ملي یووالي څخه ساتنه کوي، پخپلو ټولو اعمالو کې لوی خدای (ج) حاضر ګڼي او خپلې اړوندې دندې په صداقت سره ترسره کوي.
د لوړې له مراسمو وروسته، د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي د کورنیو چارو وزیر محمد عمر داوود زي او د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ډاکتر محمد اکرم خپلواک ته د نویو دندو له امله مبارکي وویله او هغوی ته یې هېواد او خلکو ته د خدمت په لاره کې د بریالیتوب هیله وکړه.#
0 1 دقیقه لوستل