د کابینې غونډې د هېواد د پوهنتونونو او لوړو زده کړو مؤسسو د تحصیلي نصاب د پراختیا، اصلاح او بیا کتنې کړنلاره تصویب کړه

 کابل / د کب ۴مه / باختر

د رییس الوزرا الحاج ملا محمد حسن آخند په مشرۍ د ریاست الوزرا د مرستیالانو، د وزارتونو د سرپرستانو او عمومي رییسانو په ګډون د افغانستان اسلامي امارت د کابینې غونډه جوړه شوه او پکې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه بحث او پرېکړې وشوې.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې د اسلامي امارت د مشرتابه هغه فرمان ولوستل شو چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په مشرۍ ټاکل شوي پلاوي ته دنده سپارل شوې ده چې په ټول هېواد کې د حکومتي ځمکو او ملکیتونو د غصب د مخنیوي لپاره جدي او سملاسي اقدامات ترسره کړي.

دغه راز د کابینې په غونډه کې د هېواد د پوهنتونونو او لوړو زده کړو مؤسسو د تحصیلي نصاب د پراختیا، اصلاح او بیا کتنې کړنلاره د لوړو زده کړو وزارت چمتو شوې طرحه تصویب شوه. همدا رنګه دغه وزارت ته دنده وسپارل شوه چې د پوهنتونونو د نصاب د اصلاح کار پیل او بشپړ کړي.

همدارنګه په غونډه کې د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو د انسجام کړنلاره مطرح شوه او د وروستۍ کتنې لپاره یې د علومو اکاډمۍ د لوی رییس شیخ فرید الدین محمود په مشرۍ پلاوی وټاکل شو.

په همدې ترتیب، کابینې د عامې روغتیا وزارت ته دنده وسپارله چې په افغانستان کې د ۲۰ کلن اشغال پر مهال د استعمال شویو ممنوعه وسلو او کیمیاوي موادو د ناوړه پایلو په اړه د تحقیقي راپور د چمتو کولو کار پیل کړي.

همدا راز د کابینې په غونډه کې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي قطر ته د اسلامي امارت د پلاوي د سفر راپور وړاندې کړ او هلته یې د عربي خلیج هېوادونو له استازو، اروپایې ټولنې او امریکایي چارواکو سره د لیدنو کتنو، دغه راز د عالمانو نړیوالې ټولنې او یو شمېر خیریه بنسټونو له استازو سره د مثبتو خبرو په اړه معلومات وړاندې کړل.

په همدې حال کې د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد پاکستان او د اروپا د سویس ژنیوا ښار ته د اسلامي امارت د پلاوي د سفر راپور وړاندې کړ او سفر یې له لاسته راوړنو ډک وباله.

د کابینې په غونډه کې پر نورو بېلابېلو موضوعاتو هم خبرې او پرېکړې وشوې.

وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته