سیاست

د کابینې غونډې د دارالامان ماڼۍ د بیا رغاولو پروژه تصویب کړه

کابل_باختر د کب د مياشتې ١٩ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشري د کابینې غونډې د کابل ښار د دارالامان ماڼۍ د بیا رغاولو پروژه تصویب کړه.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې چې په ارګ کې جوړه شوه، د ښار جوړولو وزیر وویل، د جمهوري ریاست د عالي مقام د لارښوونې په اساس د ښار جوړولو او اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو او د چارو ادارې عمومي ریاست فني- تخنیکي پلاوي د کابل ښار د دارالامان ماڼۍ د طراحي او بیارغاولو پروژه د هېواد د فرهنګي او تاریخي میراثونو د خوندیتوب، د سیلانیانو د جلب او جذب او د امانیه دورې د معماري هنر د راژوندي کولو په موخه ترتیب کړه، چې په پنځو پړاونو کې به په (۱۶،۵) ملیونو امریکایي ډالرو بشپړه شي. 
کابینې د ښار جوړولو وزارت پیشنهادي طرحه په اصولو کې تائید کړه او د ښار جوړولو وزارت موظف شو، چې د غونډې د یادونې مطابق د دارالامان ماڼۍ د بیا جوړولو په برخه کې اقدام وکړي.
همدارنګه د عدلیې وزیر د استملاک قانون طرحه چې په ۷ څپرکو او ۵۲ مادو کې ترتیب شوې وه، غونډې ته وړاندې کړه.
د کابینې په غونډه کې څرګنده شوه، چې د دولتي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو د موسسو د جذب ظرفیت د لوړو زده کړو د ترلاسه کولو لپاره هېوادوالو غوښتنوته بسنه نه کوي او د لوړو زده کړو خصوصي موسسو څخه د ګټه اخیستنې د څرنګوالي په هکله باید زیات بحثونه وشي.
همدارنګه یادونه وشوه، چې د بازار اړتیاو ته په پام دې تحصیلي رشتې، د عوایدو او لګښتونو د فعالیت او څرنګوالي څارنه او تفتیش، د فیس تعیین او د لوړو زده کړو خصوصي موسسو کې د دولتي پوهنتونونو د استادانو کاري وخت هم  وارزول شي.
غونډې پرېکړه وکړه، په زیربنایي چارو کې د جمهور رئیس ستر سلاکار دې د بېلابېلو سکتورونو له استازو سره خبرې وکړي او په دې هکله دې زیات وضاحت ورکړي، تر څو کابینه په راتلونکو غونډو کې یاده مقرره تائید کړي.
ورپسې د فواید عامې وزیر د قیصار – لامان حلقوي سرک د پروژې په هکله خپل راپور وړاندې کړ.
غونډې یادونه وکړه، چې پروژې باید تر قبولي او تطبیق دمخه وارزول شي او د امنیتي سکتور او فواید عامې وزارت تر منځ همغږي زیاته شي.
په دې غونډه کې د لوړو زده کړو وزیرې په هند کې د افغان محصلینو د ستونزو د حل په هکله د موظف پلاوي راپور ولوست.
هغې وویل، یاد پلاوي په هند کې د افغان محصلینو ستونزې په بېلابېلو برخو کې څېړلي او د موندنو له مخې ځینو محصلینو ته امنیتي ستونزې رامنځته شوي او ځینې نور د کمزورو تحصیلي خدماتو او سیمه ییزو ژبو له امله په ځینو پوهنتونونو کې له ستونزو سره مخ دي.
د کابینې غونډې پرېکړه وکړه، چې د یادو ستونزو د حل لپاره په هند کې د افغانستان او په افغانستان کې د هند سفارتونه د بهرنیو چارو او لوړو زده کړو وزارتونو سره په ګډه د ستونزو د دقیق تشخیص او حل لارو لپاره اقدامات وکړي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته