د کابینې شپاړسمه؛ په خوست کې د سرطاني ناروغیو د کمپلکس جوړولو طرحه تائید شوه
کابل، د سلواغې ۲۴مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت د رئیس الوزراء ملا محمدحسن اخند په مشرۍ د کابینې شپاړسمه غونډه کې په خوست کې د سرطاني ناروغیو د کمپلکس جوړولو طرحه تائید شوه.
ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په خوست کې د روغتیایي کمپلکس جوړولو طرحه منظور شوه او د امارتي شرکتونو د رهبرۍ هيئت مشر مولوي احمد جان بلال په مشرۍ پلاوي ته دنده وسپارل شوه چې په دې اړه جوړه شوې طرحه په دقیق ډول وڅېړي او اړوند ارګانونه دې خپلې چارې پرمخ یوسي.
خبرپاڼه کې زیاته شوې همدا راز پرېکړه وشوه چې د کابل ښار پنځم مکروریانو د چارو پرمختګ په اړه د کمېټې نظر دې له سترې محکمې سره شریک شي او محکمه دې يادې موضوع ته لومړيتوب ورکړي؛ ترڅو يې چارې پيل او خلکو ته خپل حق وسپارل شي.
په غونډه کې د اسلامي امارت اداري کميسيون ته دنده وسپارل شوه، ترڅو د کار او ټولنيزو چارو وزارت له لوري د کارموندنې ملي پاليسۍ په اړه جوړې شوې طرحې بیا کتنه وکړي او د منظورۍ لپاره دې د کابينې غونډې ته وړاندې کړي.