کابل / باختر د تلې دمياشتې ٢٩ :
د کابينې د عدلي او قضايي کميټې غونډه نن د جمهور رئيس د مرستيال او د دغې کميټې د رئيس قانونپوه سرور دانش په مشرۍ جوړه شوه.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
په دې غونډه کې د هېواد د مرکز او ولايتونو په جيلونوکې د شتو ستونزو، د هېواد په ناامنو ولايتونوکې د جيلونو د امنيتي ګواښونو او د نورو موضوعګانو په باب غور او خبرې وشوې .
دغه راز د کميټې په دې غونډه کې د هېواد له نافذو قوانينو سره سم د محکمو د پريکړو د تطبيق د بهير د ګړندي کولو په باب هم لازمې څيړنې او خبرې وشوې.
د غونډې غړو په دې ترڅ کې چې په طرحه شويو مواردوکې خپلې نظريې بيان کړې؛ کميټې په غونډه کې د خبرو وړ موضوعګانو په باب لازم تصميمونه ونيول او له اړوندو اداروڅخه يې وغوښتل چې د کميټې د پريکړو په تطبيق کې دې عملي ګامونه واخلي .