سیاستخبرونهTOP

د کابينې دوه ويشتمه غونډه؛ د سړکونو اندازې او حريم معلومولو مسوده تائيد شوه

کابل، د غبرګولي لومړۍ نېټه، باختر

د افغانستان اسلامي امارت د کابينې دوه ويشتمه غونډه د رئيس الوزراء ملا محمد حسن اخند په مشرۍ پرون ترسره او په يو شمېر موضوعاتو بحث او پريکړې وشوې. 

په دې غونډه کې له اجنډا سره سم د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخند له لوري په هېواد کې د وروستيو سېلابونو له امله د شهيدانو، ټپيانو او پېښ شويو مالي زيانونه په اړه ارقام او معلومات وړاندې شول او د رئيس الوزراء له لوري اړوندو ارګانونو ته سپارښتنه وشوه ترڅو زيانمنو شويو خلکو سره مرسته وکړي او هغوی ته په ښه توګه رسېدنه وکړي. 

د کابينې په دې غونډه کې د ټولګټو وزارت له لوري د سړکونو د اندازې او حريم معلومولو په اړه چمتو شوې مسوده تائيد شوه او ياد وزارت ته دنده وسپارل شوه چې په دې اړه د عامه پوهاوي چارې ترسره کړي او د لويو لارو په اوږدو کې د سړک د اندازې اړوند معلوماتي لوحې نصب کړي.

همدا راز د کابينې په دې غونډه کې د ترافيکو لوی رياست ته دنده وسپارل شوه چې د ترافيکو اړوند طرحه دې له مربوطه ارګانونو سره شريکه کړي او تر بيا کتنې وروسته دې د اقتصاد وزارت سرپرست قاري دين محمد حنيف په مشرۍ د ټرانسپورټ عالي کمېسيون ته وړاندې کړي او وروستی راپور دې د کابينې غونډې ته وړاندې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته