امنیت

د کابل _ مزار لويې لارې د امنيت تامينولو لپاره هلې ځلې دوام لري

-کابل/ دزمري٤مه /باختر:
د کابل _ مزار لويې لارې  دامنيت تامينولو لپاره هلې ځلې دوام لري
پوځيان وايي  چې  په ځانګړو عملياتوکې يې  د چشمه شير په ساحه او د هغه په شاوخوا سيمو کې څوکلي  د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک کړي دي .
دغه عمليات تېره شپه پيل شوه ، او تر نن سهاره پورې دوام وکړ.
د هېواد په شمال کې  د ځانګړو عملياتو لومړى لوا د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولوسره ويلي دي، چې په دغو عملياتوکې د داش پل ګرګرک ، وردګانو،د تاجکانومدرسې اود قلعه نو کلي  د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک شول .
د پلخمري – مزار د لويې لارې په تګلوري کې د چشمه شير ساحه زيات کلونه کېږي چې د وسله والو طالبانو د برېدونو ډګر و .
د مسافروړونکو او باروړونکو موټرو چلوونکي وايي: که چېرې دولت  د چشمه شير په ساحه او د هغه په شاوخوا سيموکې پراخ عمليات ترسره کړي، په دغه لويه لاره کې امنيت تامنېږي.
وسله والو طالبانوتراوسه پورې د دغو عملياتوپه باب څه نه دي ويلي
ختم _ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته