خبرونهاقتصادټولنه

د کابل کمپ په ګمرک کې د ۵۱.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت ودانیزې پروژې پیل شوې

کابل، د مرغومي ۲۷مه، باختر

مالیې وزارت، د ننګرهار ګمرک اړوند د کابل کمپ په ګمرک کې د ۵۱.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د ودانیزو پروژو چارو د پیل خبر ورکړی دی.

باختر آژانس ته د یاد وزارت په رارسېدلې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین ملا عبدالقاهر ادریس، په داسې حال کې چې د دغه وزارت یو شمېر نور مسئولین هم حاضر وو؛ د ننګرهار ګمرک اړوند د کابل کمپ په ګمرک کې د ۵۱.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د ودانیزو پروژو د پیل پرانيستنه وکړه.

په دغو ودانیزو پروژو کې د کابل کمپ ګمرک ۶۷۰۰ متره چاپېر دېوال او اووه ټاورونه شامل دي چې چارې به یې تر راتلونکو لسو میاشتو پورې بشپړې شي. 

د یادو پروژو لګښت د مالیې وزارت له پراختیایي بودجې څخه ورکول کېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته