ټولنه

د کابل ښځينه بڼ زياتې ساتنې ته اړتيا لري

کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ٢٢
د کابل ښځينه بڼ ته له زياتو عوايدو سره سره په ښه توګه پاملرنه نه کيږي.
دغه بڼ چې د لرغونتيا او سابقې په لحاظ هېوادوالو په تېره بيا کابليانو ته زيات شهرت لري؛ ونې، نيالګي، شنه چمنونه او بوټې يې مخ په وچيدو دي، خو مسوولين يې وايي چې په دې بڼ کې د اوبو يوه څاه شته چې نشو کولاى له هغې څخه ټولې شنې ساحې او ونې يې خړوبه کړو .
د کابل ښار د شهر آرا په ښځينه بڼ کې چې په کابل کې ښځو او نجونو ته يوازنى خوندي تفريحي ځاى بلل کيږي، هره ورځ په سلګونو تنه د ټکټ په پيرودنې سره په هغه کې تفريح کوي او سربېره پر دې د ښځو او نجونو په دې تفريح ځاى کې ٢٤ دُکانونه شته چې ښځې او نجونې د دغو دُکانونو متصديانې دي. دوى د ښځو لاسي صنايع او هم خوراکي توکي، ډول ډول خواړه او د ماشومانو د لوبو وسايل پلوري.
سربېره پر دې د دغه بڼ په ورزشي ډګرونوکې هم ښځې او نجونې د پيسو په بدل کې په ورزش لاس پورې کوي.
که چيرې د دغه بڼ عوايدو ته پاملرنه وشي؛ مسوولين کولاى شي په آسانۍ سره او د هغه د عوايدو له پيسو څخه په استفادې سره دغه بڼ لاپسې سمبال او سمسور کړي او چارې يې لاپسې سمې کړي .
د کابل ولايت د ښځو د چارو رييسې فرشتې فرح چې د ښځينه بڼ مسووليت هم په غاړه لري؛ د باختر آژانس خبريال ته وويل: په دغه ځاى کې د اوبو يوازې يوه څاه شته او نشو کولاى د هغه ټولې ونې، د ګلانو بوټې او شنه چمنونه خړوبه کړو او بايد څو نورې څاګانې هم وکيندلې شي چې د خړوبولو چارې يې په سمه توګه ترسره شي.
دې دغه راز وويل چې د دغه بڼ عوايد په قراردادي پورې اړه لري، يعنې دهغه د عوايد د راټولول دغه بڼ د يوې قراردادۍ ښځې په واسطه ترسره کيږي او په هغې پورې اړه لري.
د باختر آژانس خبريال هغې ميرمنې ته چې دغه قرار داد ور پورې اړه لري؛ مراجعه وکړه؛ خو هغه ځواب ويلو ته حاضره نشوه.
په هر صورت لکه څنګه چې د ښځينه بڼ له نامه څخه جوتيږي؛ دغه ځاى دکابل يو لرغونى تفريح ځاى دى چې بايد ساتنې او سمسورتيا ته يې په جدي توګه پاملرنه وشي. خو له بده مرغه سره له دې چې له دغه ځاى څخه زيات عايد راټوليږي؛ خو پاکوالي، سمسورتيا او ساتنې ته يې څوک پاملرنه نه کوي.
لا تراوسه پورې د دغه بڼ سمسورتيا او ښکلا چې د سپرلنيو اورښتونو موسم پاى ته رسيدلى دى؛ شتون لري او که چيرې خړوبولو ته يې لکه څنګه چې د هغه د شنو چمنونو د ځينې ساحې مخ په وچيدو دي؛ پاملرنه ونه شي؛ دغه ځاى د مني او ژمي د فصلونو له را رسيدو مخکې وچيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته