خبرونهاقتصادټولنه

د کابل ښار په ۱۳مه ناحیه کې د سړک او کوڅو جوړولو څو پروژې بشپړې شوې

کابل، د غوايي ۲۷مه، باختر

کابل ښاروالۍ د ښار اړوند ۱۳مه ناحیه کې د سړک او کوڅو جوړولو پروژو د بشپړېدو خبر ورکړی دی.

سرچینې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې ښاریانو ته د ښاري او سیمه ییزو آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د دیارلسمې ناحیې د ۵، ۶، ۳۰، ۳۷ او ۶۳ ګذر اړوند په چتګر، قلعه صابر، آسیاب بیني، ولیعصر او عرفاني ښارګوټو کې د سړک او کوڅو جوړولو پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

په خبرپاڼه کې له کابل ښاریانو څخه غوښتنه شوې، چې د نویو جوړو شویو سړکونو او کوڅو ساتلو ته پام وکړي ترڅو یې له ژر ویجاړېدو څخه مخنیوی وشي.

د سرچینې د مالوماتو له مخې په ۵ او ۶ ګذر کې کوڅې په ټولیزه توګه ۱۰۸۷ متره اوږدوالی او له ۲،۵ څخه تر۴ مترو پورې سور، په ۳۰ ګذر کې سړک او کوڅه په ټولیزه توګه ۷۰۰ متره اوږدوالی او له  ۳ څخه تر۶ مترو پورې سور، او په ۳۷ ګذر کې کوڅې ۵۶۰ متره اوږدوالی او ۷ متره سور لري، چې د لښتیو په ګډون په بنسټیزه توګه جوړې شوې دي. 

دغه راز په ۶۳ ګذر کې د عمومي کوڅې جوړولو پروژه ۱۵۴۰ متره اوږدوالی او له ۳،۵ څخه تر۶ مترو پورې سور لري، چې د جغل په کارولو سره جوړه شوې او د ۶ کوچنيو پلونو او د لښتیو جوړول هم پکې شامل دي.

د یادونې وړ ده، چې یادې پروژې د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته د ۳۴،۵  میلیونه افغانیو په لګښت د ۶میاشتو په موده کې بشپړې شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته