کابل، د وږي ۱۹مه، باختر
کابل ښاروالۍ د پلازمېنې اړوند په صدراعظم ښارګوټي کې له تيږو څخه د جوړ شوي سړک د جوړولو چارو د بشپړېدو خبر ورکړی دی.
سرچینې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې ښاریانو ته د ترانسپورټي او ښاري آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د ۱۲مې ناحیې د ۲۲ ګذر اړوند په صدراعظم ښارګوټي کې له تیږو څخه د سړک جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې دغه سړک چې ۵۷۵ متره اوږدوالی او ۱۱ متره سور لري، د لښتیو په ګډون د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د ۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت د ۴ میاشتو په موده کې جوړ شوی دی.
سرچینې زیاته کړې، چې له تیږو څخه د سړکونو جوړول له یوه لوري له لوړ مقاومت څخه برخمن دي او له بل لوري د ځمکې لاندې اوبو د سرچینو په پیاوړتیا کې مرسته کوي.