خبرونهټولنه

د کابل ښار د ۵۰۰ فامیلیو څلورلارې د زرغونو سیمو د جوړولو چارې بشپړې شوې

کابل، د مرغومې ۷مه، باختر

د زرغونو او تفریحي سیمو د پراختیا په موخه، د پنجصد فامیلیو څلورلارې د زرغونو سیمو د جوړولو چارې بشپړې او د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپېریال ساتنې د مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

نوموړي د دغې پروژې د پرانیستې پرمهال وویل چې مخکې په دې زرغونه سیمه کې یو شمېر ناقانونه تاسیسات جوړ شوي وو، چې تر پاکولو وروسته یې د زرغونولو په اړه اقدام وشو.

سجستاني له خصوصي سکتور او له هغو سوداګرو څخه، چې د یادې سیمې د کټارو او زرغونو سیمو په جوړولو کې یې برخه اخیستې ده مننه وکړه او هیله یې څرګنده کړه، چې ټول ښاریان باید د زرغونو سیمو په ساتنه او خړوبولو کې خپل مسئولیت ادا کړي.

هغه زیاته کړه، کابل ښاروالۍ ژمنتیا لري، چې غصب شوې زرغونې سیمې له غصب بېرته آزادې او په غوره تفریحي او زرغونو سیمو یې بدلې کړي.

د یادونې وړ ده، چې دمګړۍ د کابل ښار د ښکلا په موخه د ښاروالۍ له لورې د یاد ښار په مختلفو برخو کې کارونه دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته