کابل/ باختر/ د زمري دمیاشتې ۲۱مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د ښاري پراختیا عالي شورا غونډه تېر ماښام په ارګ کې جوړه شوه چې په کې د کابل ښار د ډیزاین د چوکاټ پر طرحې او د شهید مزاري او عرفاني سړکونو د پراختیا لپاره د بدیل جایدادونو د وېش پر پلان جوړونې بحث او خبرې وشوې.
د جمهور رییس د ویاند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د غونډې په پیل کې د ساساکي ټیم د وېډیو کنفرانس له لارې د کابل ښار د ډیزاین د چوکاټ طرحه غونډې ته وړاندې کړه او ويې ویل: یاده طرحه د جایکا د طرحې پر ځای منل شوې او په پنځو برخوکې ډیزاین شوې ده چې د انکشاف چوکاټ، د دارالامان د واټ د چوکاټ ډیزاین او انکشاف، د شهید مسعود د واټ د چوکاټ ډیزاین او انکشاف، د زیربنایي شبکو د چوکاټ انکشاف او تطبیقي لارښوونې په کې شاملې دي.
وروسته د ښار او کور جوړولو وزارت د ښار جوړولو ریاست سرپرست ذکي سرفراز خبرې وکړې ويې ویل، دا روښانه او بشپړه طرحه ده چې له یونیم کال راهیسې د ښار جوړولو وزارت له ساساکي ټیم سره یوځاې ورباندې کار کړی.
هغه زیاته کړه، د یادې طرحې د تطبیق لپاره ظرفیت، د مقررو ترتیب، د جایدادونو مدیریت، د هغه په تطبیق کې د عامه او خصوصي مشارکت په خاطر د ځانګړي چوکاټ جوړولو او د تطبیق لپاره یې بودجې ته اړتیا ده.
پای – ذ
1 1 دقیقه لوستل