خبرونهفرهنګټولنه

د کابل ښار د مارکېټ او سرسبزۍ څلور لارو ترمنځ د زرغونې سیمې د جوړولو چارې بشپړې شوې

کابل، د لېندۍ ۹مه، باختر

کابل ښاروالۍ د کابل ښار اړوند د مارکېټ او سرسبزي څلور لارو ترمنځ د زرغونې سیمې جوړولو چارو د بشپړېدو خبر ورکړی دی.

سرچینې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د زرغونو سیمو د پراختیا په موخه، د مارکېټ او سرسبزۍ څلورلارو ترمنځ وزیر آباد کانال ته څېرمه د زرغونې سیمې د جوړولو چارې بشپړې او د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپېریال ساتنې د مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

په خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي، چې مخکې په دې زرغونه سیمه کې یو شمېر ګرځنده کراچۍ لرونکو او څارویو پلورونکو ناقانونه فعالیت کاوه، چې تر پاکولو وروسته یې د زرغونتیا په اړه اقدام وشو.

کابل ښاروالۍ د یادې سیمې له خصوصي سکټور او هټیوالو څخه، چې د کټارو په نصبولو کې یې خپله ښاري ونډه ادا کړې او هيله یې څرګنده کړې، چې ټول ښاریان باید د ونو په خړوبولو او د زرغونو سیمو په ساتنه کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي.

د یادونې وړ ده، چې  کابل ښاروالۍ د نیالګیو کېنولو په موسم کې د مارکېټ او سرسبزۍ څلورلارو په اوږدو کې د سلګونه زینتي بوټو، نیالګيو او ګلانو د کېنولو ډاډ هم ورکړی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته