سیاست

د کابل ښار د عاجل انکشافي او اقتصادي پلان په اړه د بحث په موخه غونډه جوړه شوه

کابل_باختر د غبرګولي د مياشتې٣٠ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د کابل ښار د عاجل انکشافي او اقتصادي پلان په اړه د بحث په موخه د تمویلونکو هېوادونو د استازو په حضور غونډه جوړه شوه.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې چې پرون له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه، اجرائیه رئیس ډاکټرعبدالله عبدالله، د کابینې ځینې غړو، د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې سرپرست، د جمهوري ریاست ځینو سلاکارانو او د کابل برنامې د تمویلونکو یو شمېر هېوادونو استازو هم حضور درلود، د کابل ښار د انکشافي او اقتصادي پلان د پیشنهادي طرحې په اړه بحث او خبرې وشوې. همدارنګه ټینګار وشو چې د پروژو د تطبیق لپاره دې عاجل اقدام وشي تر څو پایلې ژر ترلاسه شي.
د پایتخت زون انکشاف د خپلواکې ادارې رئیس الهام عمر هوتکي د کابل ښار د انکشافي او اقتصادي پلان  د تطبیق لپاره  ۱۵ وړاندیزونه تشریح او غونډې ته وړاندې کړل.
د کابل ښار انکشافي پلان کې مطرح شویو وړاندیزونوکې د کابل سیند پاک کاري،  کابل کې د ۱۰۰ ښوونځیو او کلینیکونو جوړول، د ښځو توانمند کول، د اوبو د وېش او تنظیم مدیریت او د ښځو لپاره د مارکېټ انسجام شامل دي چې له سل زره څخه زیاتو کسانو ته د کار زمینه برابرېږي.
د پایتخت زون انکشاف خپلواکې ادارې رئیس زیاته کړه، د کابل لپاره د انکشافي او اقتصادي پلان موخه دا ده چې د کابل ښار اړتیاوې پوره، زیاتو خلکو ته د اشتغال او کابل ښاریانو ته د انکشاف ښه راتلوونکی برابر کړي.
جمهور رئیس غني د کابل ښار لپاره عاجل انکشافي او اقتصادي پلان مهم وباله او زیاته یې کړه چې د دغو پروژو په تطبیق سره خلکو ته د کار او اشتغال زمینه برابرېږي. هغه لارښوونه وکړه چې د کابل انکشافي او اقتصادي پلان د زیات تحرک او انګېزې د ایجاد په موخه دې په تعقیبي غونډو کې هر اړخیزې خبرې وشي.
په دې غونډه کې دکابل برنامې تمویلونکو هېوادونو استازو د کابل ښار انکشافي او اقتصادي پلان هرکلی وکړ او له دې پلان څخه د هر اړخیز ملاتړ تر څنګ یې وویل، موږ به په یاد پلان زیات غور وکړو او په دې برخه کې به د همکارۍ زمینې لټوو.
د کابل ښار د انکشافي او اقتصادي پروګرام تمویلونکو زیاته کړه، یاد پلان باید هر اړخیز وي چې د هغه په تطبیق سره د ښځو او بې وزلو په ګډون بېلابېل اقشار ورڅخه ګټه واخلي. #

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته