کابل د وږي ۱۶مه، باختر
د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري د نږدې ۲زره متر مربع په مساحت سره له تیږو څخه د زرنګار پارک د پاتې پلو لارو د جوړولو چارې پیل شوې.
زرنګار پارک چې، د کابل ښار په مرکز کې پروت دی، د کابل ښار یو له تفریحي پارکونو او زرغونو سیمو څخه شمېرل کېږي چې په ټولیزه توګه ۶۳زره ۴۴۲ متر مربع مساحت لري.
په دغه پارک کې ۱۰۵۰ ونې، سلګونه ګلان او زینتي بوټي او دوه ګل خونې شتون لري.
د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست د یاد پارک د زرغونو سیمو د ساتنې او پراختیا په موخه، د خړوبولو سیستم فعال کړی دی.
په همدې توګه د یاد پارک زرغونې سیمې پراخه شوې دي، څوکۍ او کثافات دانۍ په کې نصب شوې دي چې د دغه تاریخي پارک ښکلا یې زیاته کړې ده.
10 1 دقیقه لوستل