خبرونهټولنه

د کابل ښاروالۍ خبرتيا

 کابل، دغبرګولي٢٤مه، باختر

کابل ښاروالۍ د پنځمې ناحيې دريګ ريشن پروژې په ساحه کې د خپلسرو کورونو  خاوندانو ته  خبر ورکوي چې ډير ژر دې دغه ساحه تشه کړي، له دې پرته به له قانوني چلند سره مخ شي.

دغه ساحه ٦٥ جريبه ځمکه مساحت لري چې پخوا پرهغې ١٥٠٠خپلسري او غيرقانوني کورونه جوړ شوي دي.

کابل ښاروالۍ  هوډمنه ده چې په دې ساحه کې د خپلسرو او غير قانوني کورونو د ويجاړولو په خاطر اقدام وکړي.

د دغې ساحې ځمکه به د ماستر پلان له مخې د خنډونو له پاکولو اوغصب څخه له ترلاسه کولو وروسته د پرمختيايي پلانونو تطبيق ته چمتو شي او فرصت غوښتوونکو او غاصبينو ته وخت نه ورکول کېږي چې  له دولتي ځمکو او عامه ملکيتونو څخه ناوړه استفاده وکړي.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته