کابل / د زمري ١١ مه / باختر
د کابل په جنوب کې دسقاوې دښتې – دچهاراسياب ولسوالۍ دسړک د جوړولو کار دوام لري.
دغه سړک څه ناڅه ٤ کيلومتره اوږدوالي او ٥ متره سورلري .
دکابل دفوايد عامې رياست يوه مسوول باخترآژانس ته وويل؛ ټاکل شوې ده دغه سړک تر راتلوونکو شپږو مياشتو پورې جوړ شي.
ددغه سړک په جوړولو سره خلکو ته به زياتې اسانتياوې برابرې شي.
ددې ترڅنګ دکابل د جنوب اوسيدونکي وايي چې ددغه سړک په وجوړولو سره ددوي دتګ راتګ ستونزې لري کيږي.
\ ج
1 د یوې دقیقې څخه لږ