امنیت

د کابل پوليس: د تښتول شوى استراليايۍ تبعه د موندلو په برخه کې يو لړ پرمختګونه شوي دي

کابل باخترد لړم د مياشتې  ١٧ :    
د استراليا د بهرنيو چارو وزارت تائيدکړه چې ددغه هېواد يوه تبعه په افغانستان کې تښتوله شوې ده .
د استراليا د بهرنيو چارو وزارت تېره شپه ديوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي دي چې د دغه هېواد يوه تبعه په کابل کې تښتوله شوې ده.
په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې د تښتولې شوې ميرمنې د يوې خيريه موسسې ته کار کاوه .
په همدې حال کې په کابل کې د استراليا سفارت ويلي دي چې دوى له افغان  امنيتي سرچينوسره کار کوي چې دغه ميرمن په خوندي توګه د تښتوونکو له بند څخه آزاده شي .
د کابل ولايت امنيه قوماندان  جنرال عبدالرحمن رحيمي وايي چې په دې برخه کې  پرمختګونه شوي او دغه ميرمن به په ډير لنډ ممکن وخت کې آزاده شي.
ده په دې برخه کې  زياتې څرګندونې ونه کړې.
تر اوسه پورې دا نه ده معلومه شوې چې دغه ميرمن په کومې انګيزې سره تښتوله شوې ده؟
پخوا يوه آلمانۍ ميرمن او يوه هندۍ ميرمن له هغې سيمې څخه چې دغه استراليايي ميرمن تښتوله شوې ده ، تښتولې شوې  وې چې وروسته آزادې شوې .
داسې خبرونه ترلاسه شوي دي چې دغه دوه ميرمنې دپوليسو په معاملې سره   آزادې شوې وې. خو افغان امنيتي سرچينو  او دحکومت رسمي سرچينو او ددغو  دواړو هېوادونو مقاماتو چې اتباع يې تښتول شوي دي؛په دې برخه کې څه نه دي ويلي .
دغې استراليايۍ ميرمن دکابل ښار دقلعه فتح الله د سيمې په اتم سړک کې ژوند کاوه او هغه ځاى چې دغه ميرمن ورڅخه تښتول شوې ده؛ دپوليسوله يوې پوستې سره يوازې سل متره واټن لري.
کابوڅلورمياشتې مخکې هم يو استراليايي تبعه له يوه امريکايي تبعه سره چې  د افغان _ امريکا پوهنتون ته يې کار کاوه؛ د کابل ښار د دارالامان له ساحې څخه تښتول شوي وو چې د هغوى د برخليک په باب تر اوسه پورې معلومات نه دي ترلاسه شوي.
يوځل د امريکا ځانګړو ځواکونو د دغو دوو تنو د خلاصون په موخه د افغانستان په  ختيځ کې عمليات ترسره کړل چې بريالي نه و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته