خبرونهټولنهروغتیا

د کابل په ۱۵ ناحیه کې نږدې ۱۶۰۰ کیلوګرامه بې کیفیته خوراکي او غیر خوراکي توکي راټول کړل شول

کابل، د سلواغې ۷مه، باختر

د کابل ښاروالۍ د دغه ښار د ۱۵ ناحیې له بازارونو څخه د نږدې ۱۶۰۰ کیلوګرامه بې کیفیته خوراکي او غیر خوراکي توکو د راټولو خبر ورکوي.

سرچینې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په د ښاریانو د روغتیا خوندي ساتلو په موخه، د پنځلسمې ناحیې د مسئولینو له لوري له بازارونو څخه د څارنو په لړ کې ۱۵۸۱ کیلو ګرامه بې کیفیته خوراکي او غیر خوراکي توکي، چې د مصرف نېټه یې هم پای ته رسېدلې وه او دغه راز ( ۱۱۵) لوډسپیکرونه چې، د غږیزې ککړتیا لامل ګرځېدلي وو راټول او د له منځه وړلو په موخه ټاکلي ځای ته ولېږدول شول.

خبرپاڼه کې وړاندې راغلي چې د پنځلسمې ناحیې د ښاري خدمتونو آمر محمد ادریس له ټولو ښاریانو په ځانګړې توګه د پنځلسمې ناحیې له اوسېدونکو څخه غوښتنه وکړه، چې د خپلو اړتیا وړ توکو د پېرودلو پر مهال د هغو نېټې او کیفیت ته پام وکړي او هم یې اصنافو ته سپارښتنه وکړه څو د بې کیفته او تېر وخته توکو له پلورلو څخه په کلکه ډډه وکړي او په ښار کې د غږیزې ککړتیا لامل نه شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته