د کابل په ګډون د هېواد په ۳۱ ولایتونو کې د واورې او شدیدو ورښتونو اټکل شوی دی
کابل، د سلواغې ۷مه، باختر
د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست، نن او سبا د کابل په ګډون د هېواد په ۳۱ ولایتونو کې د واورې او تېزو ورښتونو اټکل کړی دی.
د یاد ریاست په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي: د روان کال د سلواغې له ۷ مې څخه تر ۸ مې پورې په هرات، فراه، بادغیس، بدخشان، تخار، کندز، پروان، بغلان، پنجشېر،کاپیسا، کابل، لوګر، پکتیا، نورستان، لغمان، خوست، پکتیکا، زابل، کندهار، هلمند، روزګان، ډایکنډي، غور، فارياب، سرپل، بامیان، میدان وردګ، غزني، سمنګان ، بلخ او جوزجان کې د نسبتا درنه واوره او تېزو اورښتونو د پېښېدو اټکل شته.
ویل شوي چې د اورښت کچه به په بېلابېلو سیمو کې له ۱۰ څخه تر ۳۵ ملي مترو او د واورې کچه له ۱۵ څخه تر ۴۰ سانتي متره پورې وي.