خبرونهاقتصادTOPټولنه

د کابل په ګډون؛ ۲۴ ولایتونو کې د واورې د اورېدو او سېلابونو د راوتلو اټکل شوی دی

کابل، د کب ۵مه، باختر
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت اړوند د هواپېژندنې ریاست، سبا او بل سبا د پلازمېنې کابل په ګډون؛ د هېواد په ۲۴ ولایتونو کې د واورې د اورېدو او سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.
د یاد وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د روان مالي کال د کب له ۶مې تر ۷مې پورې؛ ‫په هرات، فراه، نیمروز، هلمند، کندهار، زابل، روزګان، ډایکنډي، غور، بادغیس، فاریاب، جوزجان، سرپل، بامیان، میدان وردګ، غزني، پکتیکا، خوست، پکتیا، لوګر، کابل، پروان، بغلان، سمنګان او سالنګونو کې د نسبتاً درنه واورې او تېزو بارانونو د اورېدو او سېلابونو د راوتلو احتمال شته.
سرچینې زیاته کړې چې په بېلابېلو برخو کې د اورښت کچه له ۱۰ څخه تر ۴۰ملي مترو او د واورې کچه له ۱۰ څخه تر ۴۰ ملي مترو پورې اټکل شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته