د کابل په ګذرګاه کې د يوې کورنۍ د غړو د بيدرکه کيدو قضيه حقيقت نه لري

کابل – باختر دلړم دمياشتې ١٤
دکابل ولايت د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو د تحقيقاتو رييس دغه ادعا رد کړه چې ګنې د ګذرګاه له ساحې څخه د يوې کورنۍ غړي بيدرکه شوي دي.
دباختر آژانس د خبرله مخې: يوې خصوصي ټلويزيوني شبکې تېره شپه خبر ورکړ چې د شپږ ښځو او د يوه ماشوم په ګډون د يوې کورنۍ غړي د کابل د ګذرګاه له ساحې څخه بيدرکه شوي دي .
رپوټ په داسې ډول و چې ښودله دغه کورنۍ د يوې جنايي پيښې قرباني شوې ده.
دکابل ولايت د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو د تحقيقاتو رييس جنرال فريد افضلي په دې اړوند د باختر آژانس خبريال ته وويل: د بيدرکه کيدو مسئله طرحه نه ده، بلکې د دغې کورنۍ يو شمېر غړو پرته له دې چې د دغې کورنۍ نورو غړو ته خبر ورکړي؛ له کابل څخه د بلخ ولايت ته سفرکړى و او د يوې او دوه ورځو له تيرولو وروسته بېرته کابل ته راستانه شوي دي.
ده دغه ادعا ردکړه چې ګنې دغه کورنۍ د کومې جنايي پيښې قرباني شوې وي.
جنرال افضلي له رسنيو څخه وغوښتل چې د خپلو خبرونو په خپرولوکې دې له دقت څخه کار واخلي او د داسې خبرونو له خپرولو څخه دې ډډه وکړي چې د خلکو روح ته زيان ورسوي او حقيقت هم ونه لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته