د کابل په درېیو ولسواليو کې د امارت پېژندنې سيالۍ ترسره شوې

کابل، د لېندۍ ۵مه، باختر
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د عامه کتابتونونو رياست له لوري، د کابل په درېیو ولسواليو کې د امارت پېژندنې سيالۍ ترسره شوې دي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د عامه کتابتونونو رياست، د کابل ولايت د پوهنې رياست او حريت بنسټ په همکارۍ؛ د کابل په دريېو ولسواليو (کلکان، قره باغ او استالف) د ښوونځيو د زده کوونکو ترمنځ د شنبې، یکشنبې او دوشنبې په ورځو، د امارت پېژندنې سيالۍ ترسره کړې.
د سرچینې د معلوماتو له مخې؛ په یادو سياليو کې شاوخوا دوه زره زده کوونکو ګډون کړی و چې د هغوی له جملې څخه به ممتازو زده کوونکو ته ډالۍ هم ورکړل شي.
د یادونې وړ ده چې د امارت پېژندنې سیالۍ، د کتاب لوستلو فرهنګ د ترویج او د نظام په اړه د خلکو د سم پوهاوي ورکولو په موخه ترسره کيږي.
تر دې وړاندې هم د کابل د میربچه کوټ او شکردرې ولسواليو د شاوخوا ۱۰۰۰ زده کوونکو ترمنځ هم دغه شان سیالۍ ترسره شوې، چې ۳۰ ممتاز ګډونوال يې په ډاليو وستايل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته