امنیت

د کابل په ختيځ کې د ګازنيزيون د عملياتو پيل

کابل/ دليندۍ ٢مه/ باختر
د کابل ١١١ فرقې له پرونه راپدېخوا په ده سبز ولسوالۍ کې د پلټنې او چاڼيزعمليات پيل کړل.
د کابل ګارنيزيون د لويې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: د عملياتو موخه د امنيتي ګواښونو له منځه وړل دي چې د کابل ښار په څنډو کې شتون لري.
عمليات د کابل د ده سبز له افضل کلا څخه پيل شول چې په پايله کې يې يو کس د ناقانونه وسلې د لېږدونې او ساتولو په اړوند نيول شوى دى.
دغه راز نن هم عمليات د کابل ښار په ١٩ ناحيې پورې اړوند د څرخې پله په نوآباد ساحې کې دوام وکړ چې په پايله کې څو وسلې او جنګي وسايل کشف او ضبط شول.
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته