د کابل په بازارونو کې د لومړنيو او سون توکو بيې
کابل / د وري ۱۶ مه / باختر
باختر آژانس ته د کابل د تېلو او ګازو د ټانکونو اتحادیې د معلوماتو پر بنسټ؛ نن د وري په ۱۶ مه د کابل ښار په بازارونو کې د لومړنيو او سون توکو بيې په لاندې ډول دي:
يوه۵۰ کيلويي بورۍ قزاقي اوړه ٢۴۳۰ افغانۍ
يو ۱۶ ليتره پيپ غوړي ٢۷۸۰ افغانۍ
يوه ٢۵کيلويي بورۍ اعلى وريجې ٢۴٠۰ افغانۍ
يو من شوله يي وريجې ۲۸٠ افغانۍ
يو من بوره ۴۱۰ افغانۍ
يو من وطني مۍ ۴۸۰ افغانۍ
يو من وطني لوبيا ۷۲۰ افغانۍ
يو من وطني نخود ۸۵۰ افغانۍ
یو کیلو ګاز ۶۶ افغانۍ، يو ليتر پترول ۶۴ افغانۍ او يو ليتر ديزل په ۶۹ افغانۍ پلورل کېږي.
وهاج