د کابل پر وخت د نن ورځې روژه ماتې او پېشلمي وختونه
کابل، د کب ۲۴مه، باختر
د حج او اوقافو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست باختر اطلاعاتي آژانس ته خبر ورکړی، چې نن د کب میاشتې ۲۴مه نېټه د پنجشنبې ورځ، چې د روژې د مبارکې مياشتې له څلورمې ورځې سره برابره ده، په کابل ښار او ورڅېرمه سیمو کې روژه ماتی ۶:۲ او د پېشلمي پاى وخت ۴:۳۹ بجې ټاکل شوى دى.
کابل مېشتي هېوادوال دې خبر وي.