امنیت

د کابل يو اوسيدونکى د جعلي سندونو د چاپولو په تور ونيول شو

کابل – باختر د مرغومې دمياشتې ٣٠
يو جعلکار د چاپ له يوې دستګاه سره چې د وسلو د ليږدونې جعلي جواز ليکونه پکې چاپيدل؛ په کابل کې ونيول شو .
دملي امنيت د ادارې مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دملي امنيت دلوى رياست موظفينو ايمل چې په کابل ښارکې د کورنيو چارو وزارت له پتې د وسلو د ليږدونې د جعلي کارتونو په چاپولو او ويشلو بوخت و، نيولى دى .
نيول شوى سړى د وسلو د ليږدونې د جعلي کارتونه، د شرکتونو د فعاليت او د تابعيت جعلي تذکرې د پيسو په بدل کې کورنيو او بهرنيو اتباعو د شرکتونو مسولينو، اشخاصو او غير مسوولو او استفاده کوونکو کسانو ويشل چې د پنځو جعلي کارتونو د ويشلو په وخت کې ونيول شو او د کابل ښار په څلورمه ناحيه کې د ده له پټنځاى څخه يې د وسلو د ليږدونې ٩٥ غيرقانوني کارتونه، جعلي تذکرې او د شرکت دجعلي فعاليت جواز د چاپ له يو ماشين، د سکنر له يو ماشين او يو لب ټاپ کمپيوټر ترلاسه شوي دي.
ده د وسلو د ليږدونې د هرجعلي جواز په بدل کې شپږ سوه امريکايي ډالره ترلاسه کول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته