د “کابل نوی انځور” تر عنوان لاندې د بشپړو شویو پروژو انځوریز نندارتون پرانیستل شو

کابل، د لړم ۲۲مه، باختر

د کابل ښاروالۍ له لوري، د ښار د اصلي او فرعي سړکونو د جوړولو په تړاو د “کابل نوی انځور” تر عنوان لاندې د بشپړو شویو پروژو انځوریز نندارتون، نن په زرنګار پارک کې پرانیستل شو.

په دغه نندارتون کې د کابل ښاروالۍ د ۱۲۰ مهمو پروژو انځورونه نندارې ته وړاندې شوي چې زیاتره یې د سړکونو دي.

Img 20241112 Wa0003

په یادو انځورونو کې د اصلي او فرعي سړکونو، کوڅو، تفریحي پارکونو او پلیو لارو مخکېنی او اوسنی حالت ښودل شوی او په اړه یې معلومات لیکل شوي دي.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د یاد نندارتون په پرانیستغونډه کې د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپېریال ساتنې مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني، د افغانستان اسلامي امارت له بیاواکمنۍ وروسته د سړکونو جوړولو، سرسبزۍ، چاپېریال ساتنې، د غصب شویو ځمکو د راګرځولو او راټول کړل شویو عوایدو په ګډون، د دغې ادارې د مهمو کړنو او لاسته راوړنو او همدا رنګه ښاریانو ته د خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې د کابل ښاروالۍ د بېلابېلو سیسټمونو په اړه هر اړخیز معلومات ورکړل.

سجستاني وویل چې کابل ښاروالۍ په تېرو درېیو کلونو کې لسګونه پروژې په بېلابېلو برخو کې پلې کړي، څه باندې دوه میلیونه نیالګي یې کېنولي او څه ناڅه ۱۵ میلیارده افغانۍ عواید یې راټول کړي او په عام المنفعه پروژو کې یې لګولې دي.

Img 20241112 Wa0004

دغه راز، د آزموینو ملي ادارې مشر شیخ عبدالباقي حقاني، د اسلام مبین دین له نظره د آبادۍ په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې اسلامي نظامونه د مسلمانانو دوه مهم مسئولیتونه پر غاړه لري, لومړی دا چې دیني مسایل ورته وښيي او دویم دا چې د هغوی دنیوي اړتیاوې پوره کړي او آسانتیاوې ورته برابرې او ښه خدمات وړاندې کړي.

هغه، د اسلامي امارت له بیاواکمنېدو وروسته د کابل ښاروالۍ فعالیتونه وستایل او زیاته یې کړه چې دغه ادارې خپل مسئولیت په پوره ژمتیا او شفافیت ترسره کړی او ښاریانو ته یې لازم خدمتونه او آسانتیاوې برابرې کړې دي او په دې لاره کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.

همدا رنګه، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني، د سړکونو جوړولو، د غصب شویو ځمکو د راګرځولو، سمسورتیا او نورو برخو کې د کابل ښاروالۍ د کړنو ستاینه وکړه او له کابل ښاریانو څخه یې وغوښتل چې د یادو برخو او د پروژو د تطبیق په لاره کې له کابل ښاروالۍ سره همکاري وکړي.

د غونډې په بهیر کې، د اقتصاد وزارت سرپرست قاري دین محمد حنیف وویل چې د اسلامي امارت ټولې ادارې د هېواد د پرمختګ، آبادولو او سمسورتیا لپاره شپه او ورځ هڅې کوي چې د کابل ښاروالۍ فعالیتونه یې یوه بېلګه ده.

هغه، له هېواده بهر پر ټولو مسلکي کسانو او کادرونو غږ وکړ چې را دې شي او د افغانستان د آبادۍ په برخه کې خپل مسئولیت ترسره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې هم تېر کال د کابل ښار د آبادۍ په اړه یو مطلب کې لیکلي و, چې د افغانستان اسلامي امارت له بیاواکمنۍ وروسته، د دغه هېواد مقامات په ځانګړې توګه کابل ښاروالۍ د پلازمېنې کابل ښار د څېرې بدلولو لپاره لوړې برنامې لري چې د پخوا په پرتله په دغه ښار کې ډېرې پروژې بشپړې شوې دي.

هېره دې نه وي چې د “کابل نوی انځور” نندارتون نن پرانیستل شو او د درېیو ورځو لپاره د لیدونکو پر مخ پرانیستی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته